د سول? عالي شورا د افغانستان، پاکستان او بريتاني? د ?لورم? در? ا?خيز? غون?? د نتايجو او پريک?و هرکلي وک?.

د سولې عالي شورا د افغانستان، پاکستان او بریتانیې د څلورمې درې اړخیزې غونډې د نتایجو او پریکړو هرکلی وکړ.
د دې شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد نن آزادي راډيو ته وویل چې په نږدې راتلوکې کې به د دې شورا یو پلاوی پاکستان ته د طالبانو له دوهم درجه مشر ملا عبدالغني برادر سره د لیدو په هدف سفر وکړي.
هغه وویل چې؛ د سولې عالي شورا د دې سفر لپاره پوره تیاری لري.
مولوي شاهد وایي چې؛ دوی له پاکستان نه د سولې په بهیر کې د صادقانه همکارۍ غوښتنه کوي.
پاکستان ته د سولې عالي شورا د پلاوي د تګ په هکله پریکړه تیره ورځ د افغانستان، پاکستان او بریتانیې په درې اړخیزه غونډه کې وشوه.

ستاسو نظر

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه