کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل په احمدشاه بابا مینه کې د دفاع وزارت پر یوه بس چاودنه شوې ده

دصدای افغان خبری اژانس (اوا) , 6 عقرب 1392 ساعت 12:25


افغان چارواکي وايي، په کابل کې د ملي دفاع وزارت په یو بس کې چاودنې یو ملکي وګړی وژلی او څو سرتېري یې ټپیان کړي دي.
د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي وايي؛ بم پرون په احمدشاه بابا مېنه کې هغه مهال وچاودېد چې؛ پوځي پرسونل بس ته ولاړ وو.
عظیمي زیاته کړه چې، چاودنې یوه ماشومه ووژله او پنځه پوځیان یې ټپیان کړل. د دې برید مسوولیت وسله والو طالبانو منلی.
دفاع وزارت همداراز خبر ورکړی چې؛ په هرات ولایت کې د پوځ یوبل سرتېری له درېیو پولیسانو سره یوځای د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې ټپیان شوي دي.


د مطلب کود: 77594

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/77594/د-کابل-په-احمدشاه-بابا-مینه-کې-دفاع-وزارت-پر-یوه-بس-چاودنه-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com