کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بارک اوباما وایي، پاکستان او امریکا باید د تروریزم په وړاندې مبارزه وکړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 عقرب 1392 ساعت 12:55


د امریکا ولسمشربارک اوباما وایي، تروریزم هغه ګواښ دی چې پاکستان او متحده ایالات دواړه یي باید په وړاندې مبارزه وکړي.
اوباما دغه څرګندونې پرون په سپینه ماڼۍ کې د پاکستان له صدراعظم نوازشریف سره له کتنی وروسته وکړې.
شریف وویل چې؛ ده له اوباما غوښتنه وکړه چې د پاکستان پر خاورې د بې پیلوټه الوتکو حملې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه لانجمنه مسله ده، بندې کړي:
(پاکستان او امریکا د تروریزم په وړاندې مبارزه کې ګډه همکاری مخ ته وړي. موږ موافقه وکړه چې؛ دغه همکاري به پیاوړي کوو.
ما په غونډه کې دغه راز د ډرون حملو مسله هم یاده کړه او ټینګار مې وکړ چې؛ دغه حملې باید پای ته ورسول شي.)
اوباما په خپلو څرګندونو کې د ډرون حملو یادونه ونه کړه خو ویې ویل چې؛ دوه اړخیزې اړیکې د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ته د درناوي پر اصولو ولاړې دي.
اوباما یادونه وکړه چې؛ په تیره یوه لسیزه کې له تروریزم سره په تړاو شخړو کې له څلویښت زرو زیات پاکستاني عسکروژل شوي دي.
دواړو مشرانو دغه راز له هند سره د پاکستان د اړیکو د ښه کیدو او له یوې معقولې لارې د کشمیر د لانجمنې سیمې د حل لارې پرڅرنګوالي هم خبرې وکړې.


د مطلب کود: 77404

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/77404/بارک-اوباما-وایي-پاکستان-او-امریکا-باید-د-تروریزم-په-وړاندې-مبارزه-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com