کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سره صلیب کمېټې ۷ کارکوونکي د سوریې په شمال کې تښتول شوي دي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 22 میزان 1392 ساعت 18:14


د سرصلیب نړیواله کمیټه وايي، د دې ادارې اوه کارکونکې د سوریې په شمال کې تښتول شوې دي. د سرصلیب د نړیوالې کمیټې ویاند ویلي، وسلوالو کسانو د دوی د کارکونکو ډله په شمالي ښار ادلیب کې اختطاف کړې ده.
د تښتول شویو کسانو څخه شپږ تنه یې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې کارکونکي بلل شوي او یو یې د سوریې د سرې میاشتې د ټولنې سیمه ییز کارکونکی دی.
دې ادارې د خپلو کارکونکو د زر او بې قید اوشرطه د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.
د سوریې دولتي رسنیو پرون راپور ورکړ چې؛ د سره صلیب شپږ کارکونکي هغه مهال برمته شول چې؛ وسله والو یې پر موټر ډزې وکړې.
د سوریې حکومتي رسنیو دا تښتونه د بشار لاسد د رژیم د مخالفو وسله والو کار بللی دی. د نړیوال سره صلیب دا کارکونکي د سوریې شمال ته د مرستو له رسولو وروسته بیرته د دمشق په خوا روان وو چې؛ د وسله والو له خوا وتښتول شول.


د مطلب کود: 76829

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/76829/د-سره-صلیب-کمېټې-۷-کارکوونکي-سوریې-په-شمال-کې-تښتول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com