کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اعدام د سزا د دریدو غوښتنه کړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 میزان 1392 ساعت 14:12


اروپايي ټولنې د اعدام په وړاندې د مبارزې د نړېوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د اعدام د سزا د دریدو غوښتنه کړې.
د بشري حقونو په اړه په یوه سیمنیار کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د هیات مشر او خاص استازي فرانز میشل ملبن وویل، افغانستان د هغو کمو هیوادونو په ډله کې راځي چې د اعدام سزا په کې تطبیق کیږي او دا ورځ ځکه په دغه هیواد کې لمانځل کیږي چې د اعدام په ضد د اروپايي ټولنې په ښکاره دریځ پوه شي.
نن د اکتوبر لسمه د اعدام په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي چې د افغانستان په زندانونو کې په لسګونو کسان په اعدام محکوم شوي دي. 


د مطلب کود: 76557

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/76557/اروپايي-ټولنې-په-افغانستان-کې-د-اعدام-سزا-دریدو-غوښتنه-کړې

آوا
  https://www.avapress.com