کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي امنیت وايي، په هلمند کې یې پر یوناما د حملې مخه نیولې

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 10 میزان 1392 ساعت 11:22


تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې ځواکونو یې په هلمند کې د یوناما یا د ملګروملتو پر دفتر د یوې خطرناکې حملې مخه نیولې ده.
د ملي امنیت د لوی ریاست له لوري په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي:«ترهګرو ډلو د هلمند په مرکز لشکرګاه کې د یوناما د دفتر ترڅنګ چاودېدونکي مواد تنظیمول خو مخکې تر دې چې دا پلان عملي کړي، د ملي امنیت ځواکونو کشف او شنډ کړ.»
په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې چاودېدونکي مواد په دوو موټرسایکلونو کې ځای پرځای شوي ول.
امنیتي ځواکونو په دې تړاو د یوناما د دفتر ترڅنګ یو وسله وال سخت دریځی له دوو موټرسایکلونو سره نیولی دی.
د سږکال د مې په میاشت په کابل کې د ملګروملتو د کډوالو پر دفتر یا آی او ایم په برید کې نهه تنه ملکیان، یو پولیس او پنخه حمله کوونکي ووژل شول.


د مطلب کود: 75927

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/75927/ملي-امنیت-وايي-په-هلمند-کې-یې-پر-یوناما-د-حملې-مخه-نیولې

آوا
  https://www.avapress.com