کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان حکومت افغانستان ته د م.م د یوشمېر پولیسو د رالېږلو وړاندیز منلی دی

دصدای افغان خبری اژانس (اوا) , 8 میزان 1392 ساعت 12:55


افغان چارواکو د ملګرو ملتونو هغه وړاندیز منلی دی چې؛ غواړي د دې سازمان د یوشمېر غړیو هیوادونو د پولیسو یو شمېر افسران دې افغانستان ته وروغوښتل شي.
د ولسمشر د ویندوی دفتر په یوې خبر پاڼې کې ویلي چې؛ د ملګرو ملتونو د دې وړاندیز په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د ولسمشر کرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا ته معلومات وړاندې کړل چې؛ د ملي امنیت د شورا له خوا تایید شول.
خبر پاڼه وايي، دا پولیس افسران به د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواک په چوکاټ کې فعالیت کوي.
په خپرې شوې خبر پاڼې کې په دې اړه چې دا پولیس افسران به د کومو هیوادونو وي او په کوم شرایطو به افغانستان ته ورغوښتل کیږي؛ جزییات نه دي ورکړل شوي.


د مطلب کود: 75744

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/75744/افغان-حکومت-افغانستان-ته-د-م-یوشمېر-پولیسو-رالېږلو-وړاندیز-منلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com