کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې، ۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 میزان 1392 ساعت 11:51


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کندز ، بلخ ، کندهار ، ارزګان ، پکتیکا ، پکتیا ، هرات ، هلمند او نیمروز ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او۲۳ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه مهمات او چاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .

د جنایي جرمونو پروړاندې مبارزه :
د کابل ولایت د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۳ تنه د سړې وژنې ، غلا کولو او نشه یی توکې د قاچاق په تړاوود کابل ښار د لومړې ، اتمې او یولسمې امنیتې حوزو د اړوندو سیمو نه نیولي دي چې دم ګړۍ ملي پولیسو تر څیړنې لاندې دي


د مطلب کود: 75375

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/75375/د-امنیتی-ځواکونو-دبېلا-بېلوګډو-چاڼېزو-عملیاتو-په-لړکې-۱۱-تنه-ترهګر-طالبان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com