ولسمشرحامد کرزي ت?ره ور? د اروپا د فو?بال د فدراسيون له مشر ميشل پلاتيني سره چ? د يوه پلاوي په مشر? په کابل ک? و، وکتل.

ولسمشرحامد کرزي تېره ورځ د اروپا د فوټبال د فدراسیون له مشر میشل پلاتیني سره چې د یوه پلاوي په مشرۍ په کابل کې و، وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي پلاتیني او مرستیال یې د افغانستان د فوټبال له ملي ټیم څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.
د اروپا د فوټبال د فدراسیون پلاوي په تېرو لسو کلونو او په تېره د جنوبي اسیا د فوټبال په سیالیو کې د افغان فوټبالرانو د بریاوو ستاینه وکړه. پلاوي ژمنه کړه چې خپلې تجربې به د افغانستان د فوټبال له ټیم سره شریکې کړي.
د آذربایجان د فوټبال د فدراسیون رییس علي خان محمدوف چې په پلاوي کې شامل و، هم د افغانستان د فوټبال له ملي ټیم سره د خپل هېواد د مرستو ژمنه وکړه.

ستاسو نظر

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه