کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي سعودي یا ترکیې ته د ملا برادر له سپارلو سره موافقه لري

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 27 سنبله 1392 ساعت 16:56


دسولې عالي شورا وایي چې د پاکستان له زندان څخه د ملابرادر راخوشې کیدل به د افغانستان د سولې له پروسې سره ډیره مرسته وکړي.
د سولې د عالي شورا ویاند مولوي شهزادا شاهد وویل چې ملابرادر تر اوسه نه ده خوشې شوې خو دوی هیله مند دي چې اسلام آباد د نوموړي په راخوشې کولو کې ژر اقدام وکړي.
مولوي شاهد وایي، که ملابرادر افغانستان، سعودي عربستان او یا ترکېې ته وسپارل شي دوی ورسره موافق دي.
د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې ملابرادر به د هغه هیواد له زندان نه خوشې کړي، خو افغان حکومت ته یې نه سپاري.
د سولې عالي شورا مسوولین وایي چې پاکستان له تیر کال راهیسې شاوخوا دیرش طالب مشران له خپلو زندانونو آزاد کړي دي.


د مطلب کود: 74865

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/74865/د-افغانستان-سولې-عالي-شورا-وايي-سعودي-یا-ترکیې-ته-ملا-برادر-له-سپارلو-سره-موافقه-لري

آوا
  https://www.avapress.com