کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دحضرت امام رضاعلیه السلام دنیکمرغه زوکړې کلیزه دې پرټولومبارک وي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 26 سنبله 1392 ساعت 13:42


 نن هم چې داسلام دګران پیغمبر دیوه ګران لمسي او دامامت دلړۍ داتم ځلانده ستوري حضرت امام علی ابن موسی الرضا علیه السلام دنیکمرغه زوکړې کلیزه ده په درست ایران کې خلک خوشالۍ کوي او پرزیارتونو او کورونوئې ښکلی ښکلی پردې لګولي او پرې ئې مبارکي ویلې ده .
 همداراز په ټولو جوماتونو او امامباړو او همداراز په مشهد سپيڅلی ښار ،قم او دحضرت امام خمیني په سپيڅلي حرم کې هم له بیګا راهسې ځانګړي دستورې جوړیږي او ټول خلک داسلام دګران پیغمبر او دهغه بزرګوار دپاکو ا هل بیت علیهم السلام دسیرت او عظمت په باب دویناوالو له خولې خپله تنده ماتوي او همداراز له پاکو اهل بیتو سره خپله مینه اولوله نندارې ته وړاندې کوي
دتهران ریډیوټول کارکونکي هم دنړۍدرستوپتمنوپه تیره بیاتاسو خوږومینه والو ته دزړه له قومې مبارکي وائی


د مطلب کود: 74748

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/74748/دحضرت-امام-رضاعلیه-السلام-دنیکمرغه-زوکړې-کلیزه-دې-پرټولومبارک-وي

آوا
  https://www.avapress.com