کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پیترکاستنر په افغانستان کې د شفافو او عادلانه انتخاباتو په ترسره کېدو ټینګار وکړ

دصدای افغان خبری اژانس (اوا) , 13 سنبله 1392 ساعت 9:28


د افغانستان د شمال لپاره د امریکا لوړ پوړي ملکي استازي په افغانستان کې د شفافو او عادلانه انتخاباتو په ترسره کېدو ټینګار وکړ.
پیترکاستنر پرون په بلخ کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې؛ امریکا غواړي چې دغه انتخابات په شفاف او عادلانه ډول ترسره شي.
په شمال کې د امریکا لوړ پوړي ملکي استازي ډاډ څرګند کړ چې؛ متحده ایالات به په دغو انتخاباتو کې د یوه مشخص کاندید ملاتړ ونکړي خو زیاته یې کړه چې هېواد به یې د شفافو او عادلانه انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره هڅو ته دوام ورکړي.
ټاکل شوې ده چې؛ د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانوانتخابات د ۱۳۹۳ کال د حمل په ۱۶ نیټه ترسره شي.


د مطلب کود: 73742

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/73742/پیترکاستنر-په-افغانستان-کې-د-شفافو-او-عادلانه-انتخاباتو-ترسره-کېدو-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com