کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

انجنیر رحمت الله نبیل د ملي امنیت د لوی ریاست د سرپرست په توګه وټاکل شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 سنبله 1392 ساعت 12:34


د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي د حکم په اساس انجنیر رحمت الله نبیل د ملي امنیت د لوی ریاست د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
په حکم کې راغلي دي: " د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۱ فقرې له مخې او د ملي امنیت د لوی ریاست د اړوندو چارو د پرمخ بیولو لپاره د ملي امنیت د لوی ریاست د سرپرست په توګه د محترم انجنیر رحمت الله نبیل ټاکنه منظوره ده. "
همدا راز په حکم کې د ملي امنیت د لوی ریاست د نوي سرپرست لپاره په خپلو اړوندو چارو کې د لوی خدای له دربار څخه د کامیابۍ هیله شوې ده


د مطلب کود: 73458

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/73458/انجنیر-رحمت-الله-نبیل-د-ملي-امنیت-لوی-ریاست-سرپرست-په-توګه-وټاکل-شو

آوا
  https://www.avapress.net