کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند: په ګرمسیر ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې څلور پولیس وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 اسد 1392 ساعت 13:56


د هلمند چارواکي وايي چې؛ د دې ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې څلور پولیس وژل شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل چې پيښه تیره ورځ د درویشانو په کلي کې شوې او د پولیسو موټر په ماین ختلی دی.
د ګرمسیر ولسوالۍ یوه مسوول چې د نوم له خپریدو یې ډده کوله ازادي راډيو ته وویل چې وژل شوي پولیس ټول افسران دي.
طالبانو د حملې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.


د مطلب کود: 71148

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/71148/هلمند-په-ګرمسیر-ولسوالۍ-کې-د-سړک-غاړې-ماین-چاودنه-څلور-پولیس-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com