کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په دایکندي کې د یوه موټر د چپه کیدو له امله شپږ کسه مړه شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 سرطان 1392 ساعت 11:44


په دایکندي کې د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کیدو له امله شپږ کسه مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
د دایکندي امنیه قومندان مل پاسوال "جمعه ګلدي یاردم" آزادي راډيو ته وویل؛ چې دا پيښه پرون د خدیر په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي د پيښې علت د سړک خرابوالی ښودلی.
تر دې یوه ورځ مخکې هم په همدې ولسوالۍ کې د یوه موټر د اوښتو له امله درې مسافر مړه شوي وو او اوه تنه نور ټپیان وو.


د مطلب کود: 70432

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/70432/په-دایکندي-کې-د-یوه-موټر-چپه-کیدو-له-امله-شپږ-کسه-مړه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com