کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اوه شپیته سلنه افغانان په راتلونکو انتخاباتو کې ګډون کول غواړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 سرطان 1392 ساعت 16:31


ډیموکراسي انټرنشنل موسسې په خپلې یوې نوې نظر پوښتنې کې په ډاګه کړې چې؛ په افغانستان کې اوه شپیته فیصده خلک غواړي د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په راتلونکو انتخاباتو کې ګډون وکړي.
دې ادارې نن په کابل کې خپله سروې خپره کړه.
ډیموکراسي انټرنیشنل موسسه وايي چې؛ دا سروې یې په څلوردیرشو ولایتونو کې کړې.
په سروې کې همداراز راغلي چې ۷۹ فیصده خلک نه پوهیږي چې؛ په افغانستان کې د انتخاباتو د شکایتونو د کمیسیون دنده څه ده. 
سرچینه: ازادی رادیو


د مطلب کود: 69249

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/69249/اوه-شپیته-سلنه-افغانان-په-راتلونکو-انتخاباتو-کې-ګډون-کول-غواړي

آوا
  https://www.avapress.com