کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ډېوېډ کامرون د افغان سولې په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته وسید

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 سرطان 1392 ساعت 11:55


د بريتانيا صدراعظم ډېوېډ کامرون له پاکستاني مشرانو سره د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته ورسېد.
چارواکو پرون وويل چې کامرون به د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره خبرې وکړي.
دواړه مشران به په افغانستان کې د سولې او پخلاينې پر بهير او د دواړو ګاونديو هېوادونو ترمنځ پر همکارۍ خبرې وکړي.
دد پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د بریتانیا له لومړې وزیر ډیوید کامرون سره په کتنه کې ډاډ ورکړ چې هیواد به یې د افغانستان د سولې د روان بهیر ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلي زرداري تېره شپه په اسلام اباد کې د بریتانیاله لومړې وزیر ډیوید کامرون سره په خبرو کې وویل هیواد یې چمتو دی چې د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري وکړي خو باید د ټولو ذي نفوذ خواوو مشروع ګټې خوندي شي.

پرون د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د بریتانیا له لومړي ډیوید کامرون سره په کتنه کې وویل چې پاکستان په افغانستان د ملک الطوایفۍ د تپلو هڅه کوي.

کرزي وویل له شپږمیاشتو راهیسي د طالبانو په وسیله د ملک الطوایفي هڅې رواني دي. دوی طالبانو ته د ځینو سیمو د سپارلو له لارې غواړي چې خپل دا پلان عملي کړي. موږ ته له پاکستانه اوازې راغلي او په دې برخه کې راپورونه هم لرو چې دوی په دې باب هلې ځلې کوي. نه پوهېږم چې په دې کې د پاکستان ګټه څه ده. داسي یو حالت د پاکستان لپاره لا په تاوان دی.

ویل کېږي چې د افغانستان جنوبي ولایتونه به د سولې په پلمه طالبانو ته وسپارل شي او بیا به فدرالي نظام رامنځته شي. شمال د پخوانۍ ټلوالې ځینې ډلې په تېره بیا د محقق په مشرۍ وحدت او د دوستم په مشرۍ جنبش د داسي یوه سیستم د رامنځته کولو لپاره له پاکستاني چارواکو او د امریکا د کانګریس له ځینو غړیو سره خبرې کړي او د هغو موافقه یې هم ترلاسه کړې ده.


د مطلب کود: 69228

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/69228/ډېوېډ-کامرون-د-افغان-سولې-په-اړه-خبرو-لپاره-اسلام-اباد-ته-وسید

آوا
  https://www.avapress.com