کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان او امریکا جمهورو رئیسانو د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 سرطان 1392 ساعت 9:10


د امریکا د متحده ایالاتو جمهوررئیس بارک اوباما پرون ماښام د ویدیو کنفرانس له لارې د یوې اړیکې په ترڅ کې د افغانستان له جمهوررئیس حامدکرزي سره خبرې وکړې.
په دغه ویدیو کنفرانس کې چې شاوخوا یو نیم ساعت یې دوام وکړ، دواړو جمهورو رئیسانو د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي موافقه لیک، د سولې د پروسې او په قطر کې د طالبانو د دفتر د جوړیدو، له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو او د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.
حامدکرزي او بارک اوباما په دغه ویدیو کنفرانس کې په یادو مسلو باندې پر هر اړخیز بحث سربیره، یو بل ته په پوره وضاحت سره خپل لید لوري بیان کړل.



د مطلب کود: 68924

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/68924/د-افغانستان-او-امریکا-جمهورو-رئیسانو-ویدیو-کنفرانس-له-لارې-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com