کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دبادغیس د سواد زدکړو دکورسونو ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 سرطان 1392 ساعت 15:17


 د بادغیس ولایت د مرکز او اړونده ولسوالیود سواد زده کړې د ۱۰۰ ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیز ورکشاپ جوړ شو .
په دغه ورکشاپ کې به ګډونوالو ته دټولګي جوړونې،فعالې زده کړې ،دزده کوونکو داحصايې جوړونې او نورو موضوعاتو په اړه معلومات او لارښوونې ورکول کيږي.
دپوهنې رییس له ګډونوالو وغوښتل چې په ورکشاپ کې وړاندې شوي مسایل په ښوونځیو کې پلي کړي. ددې ورکشاپ لګښت دملګرو ملتونو دماشومانو د صندوق يونيسف له لوري ورکول کيږي.
دیادونې وړده چې دبادغیس ولایت او اړونده ولسوالیو کې د یونیسف دنړیوالې ادارې لخوا ۱۰۰ بابه دسواد زدګړې کورسونه ایجاد شوي چې پکې ۲۴۲۵ تنه زده کوونکي چې ۷۵ تنه یی هلکان دی د ۱۰۰ تنو ښوونکو لخوا ورته زده کړې ورکول کیږي .


د مطلب کود: 68631

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/68631/دبادغیس-د-سواد-زدکړو-دکورسونو-ښوونکو-ته-روزنیز-ورکشاپ-جوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com