کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کرزی: د پاکستان پوځ او استخبارات د افغانستان د کمزورولو هڅه کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 جوزا 1392 ساعت 9:54


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره (آی ایس آی) په دې وغندل چې هڅه کوي د افغانستان د بې ثباته کولو او کمزوره کولو لپاره له مذهبي افراطیت څخه سو استفاده وکړي.
ښاغلي کرزي له جیونیوز تلویزیون سره په مرکه کې وویل: افغانستان به هیڅکله د پاکستان پر خلکو اعتراض ونه کړي ځکه چې دوی د افغانستان د جهاد او سختیو په کلونو کې خپلې مېنې او خواړه له افغانانو سره وېشلي دي.
کرزي په زغرده وویل چې افغانان به په هیڅ صورت د ستراتیژیک عمق په اړه د پاکستان پالیسیو ته غاړه کښېنږدي او اجازه به ورنه کړي چې پاکستان د افغانستان پر بهرنۍ پالیسۍ کنټرول ولري.
کرزي همداراز وویل، پاکستان له مذهبي سخت دریځۍ څخه تل د افغانستان پر ضد د یوې وسیلې او حربې په توګه کار اخیستی دی. خو اوس دوی(پاکستانیان) په خپله له ورته ستونزې سره مخامخ دي.

د افغانستان ولسمشر همداراز وویل ، د پاکستان پوځ او استخباراتو تل د افغانستان له ښه نیته ناوړه استفاده کړې او هڅه کوي چې د افغانستان په حکومت کې نفوذ ولري.
ښاغلي کرزي خبرداری ورکړ چې د پاکستان دا هڅه به یوازې او یوازې د لا زیاتې ورانۍ او مصیبت سبب شي او له دې پرته به بله کومه ګټه ترلاسه نه کړي.
د افغانستان ولسمشر وویل : «که د پاکستان حکومت په دې تمه وي چې د ورانکارو هڅو په وسیله به پر موږ د ډیورنډ کرښه د رسمي سرحد په توګه ومني باید په دې سر خلاص کړي چې خپل دې هدف ته به هیڅکله هم ونه رسېږي.»
ښاغلي کرزي په ځانګړي ډول د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره په دې وغندل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوستانه اړیکو خنډ کېږي.
کرزي د پاکستان پر خلکو ږغ وکړ چې باید په دې خبر شي چې په تېرو لسو کلونو کې د دوو هیوادونو ترمنځ مهم فرصتونه له لاسه ووتل.
ده همداراز وویل چې افغانستان به په راتلونکې نژدې یوه کال کې نوی حکومت ولري او دی هیله لري چې پاکستان باید له فرصتونو څخه د اړیکو د ښه کولو لپاره کار واخلي.
کرزي له جیو نیوز سره په مرکه کې همداراز ویلي چې که د بې پېلوټه الوتکو د حملو په نتیجه کې ملکیان وژل کېږي نو دی یې مخالف دی او له نوازشریف سره په دې برخه کې د نظر یووالی لري.


د مطلب کود: 68125

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/68125/کرزی-د-پاکستان-پوځ-او-استخبارات-افغانستان-کمزورولو-هڅه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com