کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اقتصاد وزارت: په ولایتونو کې به د پي ارټي ګانو نیمګړې پروژې بشپړې کړو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 جوزا 1392 ساعت 16:41


د افغانستان داقتصاد وزارت وايي، افغان دولت به په ولایتونو کې د پي ارټي ګانو د ولایتي بیارغونې د ټیمونو نیمګړې پروژې بشپړې کړي.
د اقتصاد وزارت په یوې اعلامیې کې د دغه وزارت د مسلکي مرستیال پوهنمل حکم خان حبیبي په حواله ویل شوي، چې نوموړي د ایساف له ځینو استازو سره په خبرو کې له هغوي وغوښتل، چې په ولایتونو کې دې د پي ار ټی ګانو نیمګړې پروژې په ګوته کړي.
له افغانستان څخه د یو شمېر نړېوالو ځواکونو په وتلو سره په ځینو ولایتونو کې پي ار ټي ګانې له منځه تللي.
تر دې مخکې ځینو والیانو هم په کابل کې په یوه کنفرانس کې ویلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې د پي ار ټي ګانو له خوا د ځینو پروژو کارونه نیمګړي پاتې دي.


د مطلب کود: 67881

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/67881/اقتصاد-وزارت-په-ولایتونو-کې-د-پي-ارټي-ګانو-نیمګړې-پروژې-بشپړې-کړو

آوا
  https://www.avapress.com