کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ناټو او ایساف نن او سبا په بروکسل کې د افغانستان په اړه خبرې کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 جوزا 1392 ساعت 13:18


په ناټو او ایساف کې د شاملو هېوادونو دفاع وزیران نن او سبا په بروکسل کې د افغانستان په اړه خبرې کوي.
په کابل کې د ناټو دملکي استازي ویاند دومینیک مېډلي آزادۍ راډیو ته وویل، په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به د نورو مسایلو ترڅنګ په افغانستان کې د امنیتي مسوولیتونو د انتقال د وروستي پړاو په اړه هم بحثونه وشي:
(د سه شنبې او چارشنبې په ورځو به په آیسف او ناټو کې د شاملو هېوادونو دفاع وزیران، د افغانستان دفاع وزیر او د ملګروملتونو او اروپايي ټولنې استازي خپله عادي غونډه وکړي.
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی او د ناټو عمومي قوماندان به وروسته په غونډه کې د بېلابېلو مسایلو په اړه به وزیرانو ته معلومات ورکړي.)
مېډلي وايي، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان او د ناټو ملکي استازی به هم افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د انتقال د وروستي پړاو په اړه غونډې ته معلومات ورکړي.


د مطلب کود: 67111

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/67111/ناټو-او-ایساف-نن-سبا-په-بروکسل-کې-د-افغانستان-اړه-خبرې-کوي

آوا
  https://www.avapress.com