کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامدکرزی: په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره باید د افغانستان د خلکو سپیڅلې هیله د پردیو د ناوړو هدفونو وسیله ونه ګرځي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 جوزا 1392 ساعت 9:18


د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري، نن مازدیګر د یوې ټلیفوني اړیکې په ترڅ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامد کرزي سره د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړې.
په دغو اوږدو ټلیفوني خبروکې چې له یو ساعت څخه یې ډیر دوام وکړ، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامد کرزي پر خپل همیشني دریځ باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره باید د افغانستان د خلکو سپیڅلې هیله په هیڅ صورت د پردیو د ناوړو هدفونو وسیله ونه ګرځي.
حامدکرزي وویل چې افغانان به هیڅکله هم د دې اجازه ور نه کړي چې هېواد یې کمزوری شي او یو ځل بیا ملوک الطوایفې ته سوق شي.
جمهوررئیس څرګنده کړه چې افغانان د خپل هېواد د کمزوري کولو د دسیسې د بریالیتوب او د ملوک الطوایفۍ له حاکمیت څخه د مخنیوي لپاره حاضر دي چې هر ډول خطر په ځان ومني او په دې لاره کې قربانۍ ورکړي.
ده وویل چې افغانان د سولې غوښتونکي دي خو د هغې ر ښتینې سولې چې په هېواد کې
د جګړې د پای ته رسیدو او د آرامتیا، یووالي او سوکالۍ د رامنځته کېدو سبب شي.






د مطلب کود: 66990

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/66990/حامدکرزی-په-هېواد-کې-د-سولې-ټینګښت-لپاره-باید-افغانستان-خلکو-سپیڅلې-هیله-پردیو-ناوړو-هدفونو-وسیله-ونه-ګرځي

آوا
  https://www.avapress.com