د ننګرهار په سرحدي بندر تورخم کې سرحدي ځواکونه وايي؛ چې د پاکستان له خوا د تورخم د دروازې د بندېدو له امله څلور تنه افغان ناروغان مړه شوي دي.
په تورخم کې د ختيځ د لومړي زون سرحدي پوليسو یوه مسوول سمونمل هدايت الله اوريا وويل ،چې پاکستانيو سرحدي ځواکونو نن سهار په اته نيمو بجو دروازه وتړله.
سمونمل اوريا وويل، چې د دروازې د بندېدو له امله څلور تنه سخت ناروغان، چې پېښور ته د درملنې لپاره وړل کېده،مړه شوي دي.
چارواکو نه دي ویلي چې، د تورخم دروازه ولې تړل شوې ده.
تېر کال هم څو څو وارې پاکستانيو ځواکونو دغه دروازه تړلې وه؛ چې له امله يې يو شمېر ناروغان او ماشومان مړه شوي وو.