دوه وسله وال مخالفان د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې د خپل ماین په چاودنه کې ووژل.
د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل آزادي راډيو ته وویل، چې دوی غوښتل چې تیرماښام پر لویه لار ماین خښ کړي چې پرې وچاودیده.
د راپورونو له مخې د افغانستان جنوبي سیمو کې هر کال یو زیات شمیر ملکیان د ښخ شوي ماینونو له امله وژل کیږي چې شمیر یې د نورو سیمو په پرتله ډیر زیات دی.