کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عامې روغتیا وزارت له کابل ښاره د پلاستیکي کڅوړو د را ټولولو په هدف کمپاین پیل کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 حمل 1392 ساعت 15:55


د عامې روغتیا وزارت له کابل ښاره د پلاستیکي کڅوړو د را ټولولو په هدف نن درې ورځنی کمپاین پیل کړ.
د عامې روغتیا وزیرې ډاکټرې ثریا دلیل نن یوې خبرې غونډې ته وویل، چې له دې کمپاینه ېې هدف د پلاستیکي کڅوړو نه کارول او پر ځای یې د ټوکریزو کڅوړو دودول دي.
دې وویل، چې دا کمپاین لومړی له کابل ښارڅخه پیل او په تدریجي ډول به نورو ولایاتونو ته هم وغځیږي.
د روغتیا وزارت چارواکي وایي، د پلاستیکي کڅوړو کارول د ځینو ناروغیو لامل او په ښارونو کې د هوا د ککړتیا سبب شوي.


د مطلب کود: 61800

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/61800/د-عامې-روغتیا-وزارت-له-کابل-ښاره-پلاستیکي-کڅوړو-ټولولو-په-هدف-کمپاین-پیل-کړ

آوا
  https://www.avapress.com