کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ناټو تر ۲۰۱۴م کال وروسته نه غواړي په مرکزي اسیا کې دایمي پوځي اډې جوړې کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 حمل 1392 ساعت 9:03


د ناټو د عمومي منشي مرستيال وايي، په ٢٠١٤م کال کې په افغانستان کې د پوځي ماموريت تر بشپړېدو وروسته د دې تړون غړي هېوادونه نه غواړي په مرکزي اسيا کې دايمي پوځي اډې جوړې کړي.
"الکسانډر وېرشبو" دا خبره له انټرفاکس خبري اژانس سره په مرکه کې وکړه، زياته يې کړه:
”زه نه پوهېږم چې دا مهال د ناټو غړي هېوادونه په افغانستان کې تر ٢٠١٤م کال وروسته د پوځي ماموريت د ملاتړ لپاره د مرکزي اسيا په هېوادونو کې دايمي پوځي اډو ته اړتيا لري که څنګه.“

وېرشبو چې د روسيې په يو ورځنۍ کتنه بوخت و، پرون په مسکو کې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال الکسي ميشکوف سره هم وکتل.


د مطلب کود: 61494

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/61494/ناټو-تر-۲۰۱۴م-کال-وروسته-نه-غواړي-په-مرکزي-اسیا-کې-دایمي-پوځي-اډې-جوړې-کړي

آوا
  https://www.avapress.com