کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامدکرزي د غور ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 حمل 1392 ساعت 15:59


د غور ولایت یو شمېر مشرانو، مخورو او دیني عالمانو د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامد کرزي سره په کتنه کې خپلې سیمه ایزې ستونزې بیان کړې.
په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، د غور والي سید انور رحمتي، د دغه ولایت د ولایتي شورا رئیس فضل الحق احسان او یو شمېر نورو خبرې وکړې او د غور ولایت د خلکو په اقتصادي او معیشتي حالت کې د بدلون د راوستلو لپاره یې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د هېواد جمهوررئیس ته وړاندې کړل.
د غور د خلکو استازو، د چغچران ـ هرات او چغچران ـ کابل د سړک د آسفالت، د پوزه لیچ د برېښنا د بند او د ښوونې او روزنې د پوهنځي د ودانۍ پر جوړولو باندې د ټینګار په ترڅ کې د عامه نظم د پولیسو د یوکنډک د جوړیدو او په دغه ولایت کې د ملي اردو د موجود کنډک د تشکیل د پراختیا او لوا ته د هغه د لوړیدو غوښتنه وکړه.
حامدکرزي د غور ولایت د خلکو د ستونزو او غوښتنو له اوریدو وروسته، غور د افغانستان یو تاریخي ولایت وباله، وې ویل: د دغه ولایت بیا رغونه د حکومت په لومړیتوب کې ده او د چغچران ـ هرات او چغچران ـ کابل د سړک په اړه یې د جاپان له صدراعظم سره خبرې کړي دي چې هغه ورسره ژمنه کړې ده.
جمهوررئیس وویل: د دغه سړک د چارو بشپړیدل چې اوږدوالی یې شاوخوا ۷۰۰ کیلو مترو ته رسیږي، وخت ته اړتیا لري چې موږ باید په دې اړه حوصله ولرو. د حکومت لخوا پر دغه ستره پروژه باندې کار روان دی.
د هېواد جمهوررئیس ډاډ څرګند کړ چې د غور ولایت د ځینو پروژو لپاره به بودجه پیدا کړي او د دغه ولایت د خلکو یو شمېر ستونزې او غوښتنې به د دوی د استازو په حضورکې د کابینې په راتلونکې غونډه کې وڅیړل شي او د حل په موخه به یې لازم اقدامات ترلاس لاندې ونیول شي.





د مطلب کود: 61284

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/61284/حامدکرزي-د-غور-ولایت-له-یو-شمېر-مشرانو-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com