کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، هیڅوک حق نه لري، چې د یوې راډیو خپرونې بندې کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 حوت 1391 ساعت 18:36


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، هیڅوک د دې حق نه لري چې د یوې راډیو خپرونې بندې کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار جلال نوراني نن وروسته له هغې دا خبرې له ازادي راډیو سره وکړې، چې په زابل کې د یوې سیمه ییز راډیو مسوول د خپلې راډیو د نشراتو له بندیدو خبر ورکړ.
د قلات غږ راډیو مسوول تیمور شهزاد له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د سیمه ییزو چارواکو په ضد د خلکو د لاریون د رپوټونو له خپرولو وروسته یې راډیو بنده شوې ده.

خو د زابل ولایت چارواکو رد کړې، چې ګنې دغه سیمه یېزه راډیو د د دوی په امر تړل شوې ده.


د مطلب کود: 59615

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/59615/د-اطلاعاتو-او-فرهنګ-وزارت-وايي-هیڅوک-حق-نه-لري-چې-یوې-راډیو-خپرونې-بندې-کړي

آوا
  https://www.avapress.com