دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 59507
د میدان وردک اوسېدونکو د ولسمشر د امر د اجرا کېدو غوښتنه وکړه
تاند- د ميدان وردګو ولایت زرګونو اوسیدونکو د ولسمشر د پرېکړې د هرکلي ترڅنګ د هغې د پلي کېدو غوښتنه وکړه.
د میدان وردګ ولایت د ولایتي شورا د معلوماتو له مخې د ميدان وردګ ولايت نږدې دوه زره اوسیدونکو د يوې غونډې په ترڅ کې د دغه ولايت په اړه د ولسمشر د وروستۍ پرېکړې هرکلی وکړ او د هغې د عملي کېدو غوښتونکي شول.
ولسمشر کرزي د یکشنبې په ورځ د ملي امنیت د شورا په غونډه کې د امریکا له خاصو ځواکونو وغوښتل چې په دوو اوونیو کې له میدان وردک ولایته ووځي. کرزي دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې د امریکا خاص ځواکونه(سپېشل فورس) په وردک کې د خلکو په تښتولو، شکنجه کولو او وژلو تورن شول.

د میدان وردک د مطبوعاتي دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم د دغه ولايت د بېلابېلو ولسواليو نږدې دوه زره ځوانانو، دیني عالمانو، قومي مشرانو،جهادي قومندانانو او مخورو پرون/ سې شنبه/ د يوې غونډې په ترڅ کې د ولسمشر کرزي د پرېکړې، چې په دوو اوونيو کې دې بهرني ځواکونه له دغه ولایت څخه ووځي، هرکلى وکړ.
دغه غونډه د دغه ولايت په مرکز ميدانښار کې جوړه شوې وه او د غونډې ګډونوالو په يوه غږ وويل، د ولسمشر پرېکړه دې عملي شي او که پلې نه شوه، نو د دغه ولايت ولسونه به په پراخو دوامداره سوله ييزو لاريونونو لاس پورې کړي.
په دغو مشرانو کې د مرکز ميدانښار، چک، سيداباد، دايميرداد، جغتو، بهسودو، جلريز او نرخ ولسواليو مشرانو، مخورو، جهادي قوماندانانو او علماوو برخه درلوده.
دغه راز دغو مشرانو له دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت له رياست څخه غوښتنه وکړه چې د دغو ولسواليو امنيت ته جدي پام وکړي او ډاډ يې ورکړ، چې ولسونه له دوى سره ملاتړي دي.
قومي مشرانو او مخورو له غونډې وروسته د دغې پرېکړې د عملي کېدو او ژر له دغه ولايت څخه د ځانګړو امريکايي ځواکونو د وتلو په ملاتړ سوله ييز لاريون هم وکړ .
د غونډې په پاى کې د ولايتي شورا او ولسونو د مشرانو او مخورو يو ګډ شپږ ماده ييز پرېکړه ليک صادر شو.
په پرېکړه ليک کې راغلي چې دوى په ګډه د امريکايي ځانګړو ځواکونو له خوا، په وينا يې، شوي ظلمونه، لکه د خلکو وهل، نيول، وژل، بندي کول، د موټرو او کورونو انفجارول او د څاوريو وژل غندي، دغه راز زيانمنو کورنيو ته د تاوان او په دغو جرمونو د ککړو کسانو د محاکمې غوښتنه شوې ده.
په پرېکړه ليک کې له ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت له عمومي رياست څخه غوښتل شوي چې د دغه ولايت د ولسواليو امنيت ته جدي پاملرنه وکړي.
همدارنګه په پرېکړه ليک کې ګواښ شوى، که د ولسمشر دغه پرېکړه، چې د ولسونو غوښتنه وه، پلې نه شي، نو دوى به په سوله ييز لاریونونه وکړي.
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ویندوی جنرال ګونترکڅ د امریکايي پوځیانو له لوري په وردک ولایت کې د زور زیاتیو په اړه وویل چې په دې باب کره شواهد نشته خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې باید د دې مسلې په اړه افغان او ناټو په ګډه تحقیقات وکړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd5k0k.yt0nz6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته