کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د مالیې وزارت د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د خاص سرپلټونکي خبرې رد کړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 دلو 1391 ساعت 19:16


د افغانستان د مالیې وزارت د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د خاص سرپلټونکي خبرې رد کړې، چې د افغان حکومت د ظرفیتونو په اړه یې کړي.

جان سوپکو د چهارشنبې په ورځ د امریکا د کانګرس د نظارت د کمیټې غړو ته وویل داسې نه ښکاري چې د افغانستان حکومت دې دا توان ولري څو د امریکا او نورو هیوادونو پیسې په منظمه توګه مصرف کړي.
خو د افغانستان د مالیې وزارت ویاند وحیدالله توحیدی نن له آزدۍ راډيو سره په خبرو کې وویل افغانستان ددې ظرفیت پیدا کړی څو بهرنۍ پیسې په سمه توګه ولګوي.
د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا خاص سرپلټونکي همدراز ویلي هغه شل میلیارده ډالر چې د امریکا د کانګرس له خوا د افغانستان د بیارغونې لپاره بیلې شوي تر اوسه پورې نه دي مصرف شوي.


د مطلب کود: 58700

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/58700/د-افغانستان-مالیې-وزارت-بیارغونې-په-چارو-کې-امریکا-خاص-سرپلټونکي-خبرې-رد-کړې

آوا
  https://www.avapress.net