کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په خوست کې لسګونه وسلې د ډایاګ پروګرام ته وسپارل شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 دلو 1391 ساعت 18:25


په خوست کې لسګونه میله سپکې او درنې وسلې چې د ملي اردو او پولیسو د پوځي عملیاتو او تلاشیو پرمهال له وسله والو مخالفینو او غیر مسوولو ډلو څخه نیول شوې دي، پرون د غیرمسوولو وسله والو د بې وسلې کولو پروګرام یا ډایاگ ته وسپارل شوې.
په دې مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د خوست د ډایاګ پروګرام مشر ډګروال شیرداد وویل، په دې وسلو کې د کلاشینکوف، راکټ انداز، پیکا ماشیندار او ۸۲ ملي متري توپونو په ګډون له څلوېښتو زیاتې بېلابېلې وسلې شاملې دي.
د خوست والي عبدالجبارنعیمي وویل، د دې وسلو له سپارلو سره به په خوست کې امنیت نورهم ډاډمن شي.
د یادونې وړ ده چې په خوست کې سږکال د امنیتي ارګانونو له خوا ۱۶۸میله سپکه او درنه وسله د ډایاګ پروګرام ته سپارل شوې ده.


د مطلب کود: 58265

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/58265/په-خوست-کې-لسګونه-وسلې-د-ډایاګ-پروګرام-ته-وسپارل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com