کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت پر پاکستاني غټو موټرو شرایط وضع کړل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 دلو 1391 ساعت 21:07


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چاروکي وایي، ټول پاکستاني موټر چې د افغانستان له سرحد څخه مواد انتقالوي باید بانکي تضمین پاڼه او د یوه افغان شرکت څخه د بیمې پاڼه ولري.

د دې وزارت ویاند وحیدالله غازي خیل نن ازادي راډيو ته وویل؛ د دې کار د عملي کېدو په خاطر یې ماليې وزارت یو لیک هم لېږلی.

نوموړي وویل، په دې لیک کې ټینګار شوی، چې د دې کار د نه پلی کېدو په صورت کې به له افغانستان څخه پاکستاني مالونو د ټرانزیټ اجازه ورنه کړي.

تر دې مخکې ځینو افغان سوداګرو ویلي؛ چې په پاکستان کې د افغان سوداګرو ستونزې نه هواريږي، نو باید افغان حکومت هم ورسره په ځینو برخو کې همکاری بنده کړي.


د مطلب کود: 57293

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/57293/د-افغانستان-سوداګرۍ-وزارت-پر-پاکستاني-غټو-موټرو-شرایط-وضع-کړل

آوا
  https://www.avapress.com