کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یوه چکي ډاکټر چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې د زړورتیا جایزه وګټله

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 دلو 1391 ساعت 12:33


د چک جمهوریت د ډاکټرانو ټولنې نظامي ډاکتر "ایرژي لیساک" چې درې ځله یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې د زړورتیا جایزه ورکړه.

دغه پخواني چکي ډاکټر په ۲۰۰۹،۲۰۰۸ او په ۲۰۰۱ میلادي کال کې په افغانستان کې خدمت ترسره کړی و؛ ایرژي لیساک د چکي سرتېرو ترڅنګ په افغانستان کې ملکیان هم تداوي کړي وو.
د چکي ډاکټرانو د مجلې لیکوال میخاییل سویکا دغه څرګندونې پرون د چک جمهوریت خبري اژانس "چې. تي. کا" ته کړې.
سویکا ویلي، چې ډاکټر ایرژي لیساک دغه جایزه پرون د چکي ډاکټرانو په غونډه کې ترلاسه کړه.
د لومړي ځل لپاره دغه جایزه په ۱۹۹۷ میلادي کال د چک د پخواني ولسمشر واسلو هاول معالج ډاکټر پاول پافکو ته ورکړله شوې. 

سرچینه: ازادی رادیو


د مطلب کود: 57241

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/57241/یوه-چکي-ډاکټر-چې-په-افغانستان-کې-یې-دنده-ترسره-کړې-د-زړورتیا-جایزه-وګټله

آوا
  https://www.avapress.com