کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حادثی له امله د اوښتې مرګ ژوبلې د څیړنې لپاره د هیئت د ټاکنې په اړه د افغانستان اسلامی جمهوریت عالی مقام حکم منظور کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 جدی 1391 ساعت 19:57


د میدان وردک ولایت د سیدآباد ولسوالې د تیمور خیلو د کلې د د مرغومی میاشتی ۲۴مه حادثی له امله د اوښتې مرګ ژوبلې د څیړنې لپاره د هیئت د ټاکنې په اړه د افغانستان اسلامی جمهوریت عالی مقام حکم منظور کړ

د روان ۱۳۹۱ لمریز کال د مرغومی میاشتې په (۲۴) نیټه د سهار د پنځوبجو پرشاوخوا، د
میدان وردک ولایت د سید آباد ولسوالې د تیمور خیلو پر کلې کی د ویرجنی حادثی له امله د
لمړنیو رپوټونو له مخې یو شمیر ملکي هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست د دې ویرجنۍ پیښې له امله خپله ژوره خواشینې څرګندوی او د پیښې د هر اړخیزي څیړنې لپاره، د جمهوری ریاست سلا کار رحمت الله راشدی په مشري د لاندینې پلاوې ټاکنه منظور کړ.

- د چارو ادارې د لوى رياست او د وزيرانو شورا د دارالانشا استازې، بریدجنرال
محمد الله نوری د غړي په توګه.
- د ملی دفاع وزارت استازې، بریدجنرال دین محمد د غړي په توګه.
- د کورنیو چارو وزارت استازی، سمونوال مشک عالم د غړي په توګه.
- د ملي امنیت د لوی ریاست استازې، دگروال محمد نسیم د غړي په توګه.
- د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې استازې، بهرام الدین فرهنگ د غړي په
توګه.

د حکم پر اساس، هئیت ته دنده سپارل کیږي چې د جمهوري ریاست د خواخوږی او غمشریکۍ مراتب ویرجنو کورنیو ته ورسوي، د سیمې د محلي ادارې د چارواکو، د ولایتي شورا غړو، دیني عالمانو، سپین ږیرو او مشرانو سره په ګډه خپلې څیړنې تر سره، د پیښې عوامل تشخیص، او د خپلو کړنو بشپړ رپوټ ژر تر ژره د جمهوري ریاست مقام ته وړاندې کړي.






د مطلب کود: 56377

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/56377/حادثی-له-امله-د-اوښتې-مرګ-ژوبلې-څیړنې-لپاره-هیئت-ټاکنې-په-اړه-افغانستان-اسلامی-جمهوریت-عالی-مقام-حکم-منظور-کړ

آوا
  https://www.avapress.com