دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۵۷
د مطلب کود : 56377
حادثی له امله د اوښتې مرګ ژوبلې د څیړنې لپاره د هیئت د ټاکنې په اړه د افغانستان اسلامی جمهوریت عالی مقام حکم منظور کړ
د میدان وردک ولایت د سیدآباد ولسوالې د تیمور خیلو د کلې د د مرغومی میاشتی ۲۴مه حادثی له امله د اوښتې مرګ ژوبلې د څیړنې لپاره د هیئت د ټاکنې په اړه د افغانستان اسلامی جمهوریت عالی مقام حکم منظور کړ

د روان ۱۳۹۱ لمریز کال د مرغومی میاشتې په (۲۴) نیټه د سهار د پنځوبجو پرشاوخوا، د
میدان وردک ولایت د سید آباد ولسوالې د تیمور خیلو پر کلې کی د ویرجنی حادثی له امله د
لمړنیو رپوټونو له مخې یو شمیر ملکي هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست د دې ویرجنۍ پیښې له امله خپله ژوره خواشینې څرګندوی او د پیښې د هر اړخیزي څیړنې لپاره، د جمهوری ریاست سلا کار رحمت الله راشدی په مشري د لاندینې پلاوې ټاکنه منظور کړ.

- د چارو ادارې د لوى رياست او د وزيرانو شورا د دارالانشا استازې، بریدجنرال
محمد الله نوری د غړي په توګه.
- د ملی دفاع وزارت استازې، بریدجنرال دین محمد د غړي په توګه.
- د کورنیو چارو وزارت استازی، سمونوال مشک عالم د غړي په توګه.
- د ملي امنیت د لوی ریاست استازې، دگروال محمد نسیم د غړي په توګه.
- د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې استازې، بهرام الدین فرهنگ د غړي په
توګه.

د حکم پر اساس، هئیت ته دنده سپارل کیږي چې د جمهوري ریاست د خواخوږی او غمشریکۍ مراتب ویرجنو کورنیو ته ورسوي، د سیمې د محلي ادارې د چارواکو، د ولایتي شورا غړو، دیني عالمانو، سپین ږیرو او مشرانو سره په ګډه خپلې څیړنې تر سره، د پیښې عوامل تشخیص، او د خپلو کړنو بشپړ رپوټ ژر تر ژره د جمهوري ریاست مقام ته وړاندې کړي.





سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfemdt.w6dveaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته