دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 55960
حامدکرزي د اسدالله خالد روغتیایي حالت له نیږدې څخه وکوت
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی او ملګری پلاوی یې په سیمه
ایز وخت نن غرمه د امریکا د متحده ایالاتو پلازمېنې واشنګټن ته و رسېد.

د هېواد جمهوررئیس واشنګټن ته له رسېدو وروسته د ملي امنیت د لوی رئیس اسدالله خالد چې د واشنګټن په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی، پوښتنې ته ورغی او د هغه روغتیایي حالت یې له نیږدې څخه وکوت.

د روغتون ډاکترانو د اسدالله خالد د درملنې په باب حامدکرزي ته معلومات ورکړل او د هغه روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ وباله.

جمهوررئیس حامدکرزي د هېواد د ملي امنیت د لوی رئیس اسدالله خالد په درملنه کې
د هغه د معالجو ډاکترانو هڅې وستایلې او د هغه د روغتیایي حالت د ښه والي له امله یې خوښي څرګنده کړله.

همدا راز جمهوررئیس د اسدالله خالد له عیادت وروسته په دغه روغتون کې د هغوبستروامریکایي عسکرود روغتیاپوښتنه وکړه چې د افغانستان په جنګ کې
ټپیان شوي دي.حامدکرزي دغو امریکایي عسکرو ته د سملاسي روغتیا هیله وکړه او دوی ته یې افغاني سوغاتونه ورکړل.

حامد کرزی به امریکا ته په خپل دغه درې ورځني رسمي سفر کې له ولسمشر بارک اوباما، د بهرنیو چارو له وزیرې مېرمن هیلرې کلنټن، د دفاع له وزیر او یو شمېر نورو امریکایي چارواکو سره په جلا جلا ډول وګوري.




سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccxoqp.2bqpe8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته