کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار چارواکي وايي، چې امنيتي ځواکونو په دغه ولايت کې ۲۱ وسله وال مخالفان نيولي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 جدی 1391 ساعت 14:02


د کندهار چارواکي وايي، چې امنيتي ځواکونو په دغه ولايت کې ۲۱ وسله وال مخالفان نيولي او يو تن يې وژلي دي.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر له يوې خبرپاڼې سره سم د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي وويل چې دا کسان د ملي او سيمه ييزو پوليسو له لوري په يوه اوونۍ کې نيول شوي دي.

ده د دولت د وسله والو مخالفانو د نيولو په عملياتو کې له هغوي څخه د يوشمېر وسلو د نيولو ادعا هم وکړه.

د دولت وسله والو مخالفانو د چارواکو د دې ادعا په اړه تراوسه پوري څه نه دي ويلي. 

سرچینه: ازادی رادیو


د مطلب کود: 55040

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/55040/د-کندهار-چارواکي-وايي-چې-امنيتي-ځواکونو-په-دغه-ولايت-کې-۲۱-وسله-وال-مخالفان-نيولي

آوا
  https://www.avapress.com