کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دایران او شمالي کوریا دتوغندوي ملګرتیا ادعا یوازې ګونګوسه ده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 جدی 1391 ساعت 21:05


دایران داسلامي جمهوریت دفاع وزیر وویل هغه ادعاګانې چې په وروستیو کښې دشمالي کوریا او ایران دتوغندوي ملګرتیا په باره کښې دځینو هیوادونو لخوا مطرح شوي دي یوازې ګمانونه دي .
 ایسنا خبري اژانس وايي دایران دفاع وزیر احمد وحیدي نن ددغه ادعا په ځواب کښې چې ایران له شمالي کوریا سره دتوغندوي ملګرتیا په ترڅ کښې دغه هیواد ته پوځي کارپیژاند هم استولي دي وویل دغه اعاګانې یوازې ګونګوسې دي او ایران تراوسه ددغه کار لپاره هیڅ څوک شمالي کوریا ته نه دي استولي . دایران دفاع وزیر دغه راز په هیواد کښې دګڼ شمیر بې پایلوټ الوتکو دتولید په باره کښې وویل دایران اسلامي جمهوریت همدا اوس ډول ډول بې پایلوټه الوتکې لري او په دې ډګر کښې یې یو شمیر وړتیاوې لاس ته راوړي دي .
 دایران دفاع وزیر احمد وحیدي وویل دایران اسلامي جمهوریت دګڼ شمیر بې پایلوټه الوتکو دتولید په زمینه کښې دخپلواکه وسونو او سبک خاوند دی او په دې باره کښې ځانګړي پروګرامونه لري .


د مطلب کود: 54744

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/54744/دایران-او-شمالي-کوریا-دتوغندوي-ملګرتیا-ادعا-یوازې-ګونګوسه-ده

آوا
  https://www.avapress.com