کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان او پاکستان پر همکاریو د ګراسمن څرګندونې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 قوس 1391 ساعت 12:53


تاند - د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي مارک ګراسمن په افغانستان کې د سولې لپاره د درو هیوادونو د همکاریو په خاطر له سیمې سره د واشنګټن د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

ښاغلي ګراسمن د امریکا ږغ له اردو سرویس سره په مرکه کې وویل، تېر کال د درو هیوادونو په غونډو کې د افغانانو ترمنځ او د هغوی له لوري پر خبرو اصلي تمرکز وشو.

ګراسمن، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د خاص استازي په توګه تر راتلونکې دوشنبې مخکې له خپلې دندې څنګ ته کېږي، وویل: ده تل په دې باور لرلی چې واشنګټن باید د کابل او اسلام اباد ترمنځ د همکاریو د رامنځته کولو لپاره رول ولوبوي.

ده پاکستان په دې وستایه چې په وروستي یو کال کې یې په خبرو کې زیات رول لوبولی دی.

ګراسمن دا خبره په داسي حال کې کړې چې د افغانستان د جګړې په اوږدولو کې د پاکستان او امریکا پر رول په افغانستان کې شکونه ورځ په ورځ په زیاتېدو دي.

د افغانستان ولسمشر څو ځلي ویلي چې له امریکا سره په هغه شرط د امنیتي موافقې لاسلیکولو ته تیار دی چې امریکا د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو ژمنه وکړي.

ګراسمن وویل چې د ۲۰۱۱ کال د پای په پرتله د واشنګټن او اسلام اباد اړیکې مخ په ښه کېدو دي. د ده په وینا دواړه هیوادونه په دې پوی شوي چې باید په خپل منځ کې د مهمو مسایلو لکه له ترهګرۍ سره د مبارزې، افغانستان، پانګونې او د ارتباطاتو د مځکنیو کرښو په برخه کې همکارۍ زیاتې کړي.

ګراسمن وویل چې د دندې له پرېښودلو وروسته لومړنی کار چې دی غواړي هغه وکړي دا دی چې ښه خوب او په څنګ کې یې مطالعه وکړي، دا دوه هغه شیان دي چې په تېرو دوو کلونو کې یې ورباندې ارمان نه دی ختلی.


د مطلب کود: 53975

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/53975/د-افغانستان-او-پاکستان-پر-همکاریو-ګراسمن-څرګندونې

آوا
  https://www.avapress.com