کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران وايي چې د امریکا بله بې پېلوټه الوتکه یې نیولې

د صدای افغان خبری اژانس(آوا) , 14 قوس 1391 ساعت 18:52


د ایران دولتي تلویزیون نن اعلان وکړ چې یوه امریکايي بې پېلوټه الوتکه یې وروسته له دې نیولې چې په خلیج کې د ایران هوايی حریم ته داخله شوه.
د ایران فارس خبري اژانس هم د دغه هیواد د سمندري ځواکونو د قومندان جنرال علي فدوي له قوله وویل چې ایراني ځواکونو امریکايی الوتکه، چې ظاهراً په خلیج کې د امریکا له الوتک وړونکې بېړۍ څخه الوتې وه، نیولې ده.
فدوي وايي چې دا بې پېلوټه الوتکه، چې سکن ایګل نومېږي، اوس د ایران په کنټرول کې ده. هغه ونه ویل چې دا الوتکه یې کله نیولې ده.
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د سمندري ځواکونو قومندان همداراز ویلي :«دې امریکايی بې پېلوټه الوتکې، چې له تېرو څو ورځو راهیسي پر فارس خلیج اکتشافي یا څارونکي الوتنې کولې او مالومات یې ټولول، د سپاه (پاسداران) د سمندري ځواک د هوايی مدافع قطعې له خوا سمدستي وروسته له دې چې د ایران هوايي حریم ته داخله شوه، ونیوله. دا ډول الوتکې عموماً له جنګي بېړیو پورته کېږي.»
تاند ویبپانه وايي چې د امریکا د سمندري ځواکونو ویندوی ویلي چې دوی د ایراني چارواکو د ادعا په اړه څېړنه کوي. خو فکس نیوز تلویزیون وايي چې په واشنګټن کې یې له امریکايی چارواکو سره د تماس هڅه کړې مګر ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.
د ایران العالم عربي ژبي تلویزیون دوه ایراني امنیتي ساتونکي وښودل چې یوې وړې الوتکې ته کښته – پورته ګوري خو څرګنده نه ده چې دا هماغه الوتکه ده چې جنرال فدوي وايي چې تازه یې نیولې او که کومه بله الوتکه ده.
تر دې مخکې له افغانستان څخه د امریکا یوه بې پېلوټه الوتکه ایران ته له اوښتو وروسته د ایران د سپاه پاسداران له لوري نیول شوې وه.
د اوباما له غوښتنې سره سره ایران حاضر نه شو چې امریکايی الوتکه امریکا ته بېرته وسپاري.


د مطلب کود: 53344

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/53344/ایران-وايي-چې-د-امریکا-بله-بې-پېلوټه-الوتکه-یې-نیولې

آوا
  https://www.avapress.com