د دفاع وزارت وایې، په هلمند کې د بېلابېلوعملیاتو په نتیجه کې یې دیارلس وسله وال مخالفین نیولي دي.
د دې وزارت په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې، دا عملیات په ناوې او ګرمسیر ولسوالیو کې تر سره شوي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دې عملیاتو کې دیارلس کړۍ ماینونه او یوه اندازه وسلې هم تر لاسه شوي.
د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.