کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دبلخ د ولايت د اسلامي اخوت دشورا رئيس:

د امام حسين(ع)پاڅون،په نړۍ كې د عدالت غوښتنې او ظلم ټكونې بهترينه نمونه ده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 عقرب 1391 ساعت 17:52


دبلخ د ولايت د اسلامي اخوت د علماوو دشورا رئيس مولوي محمد شاه عادلي،دحضرت امام حسين(ع)پاڅون،په نړۍ كې عدالت غوښتنې،ظلم،ټكونې او خپلواكۍ غوښتنې بهترينه نمونه عنوان كړه.
د بلخ د ولايت د علماوو او اسلامي اخوت د شورا رئيس چې دبلخ د ولايت د مزار شريف دښار،د روحانيونو او علماوو په غونډه كې ئې خبرې كولې،د محرم مياشت او دعاشورا ورځې،د اسلامي نړۍ سپڅلې ورځې وګڼلې.
هغه وويل:د حضرت حسين(ع)پاڅون او د آزادي غوښتنې شهادت،دعدالت غوښتنې،ظلم ټوكنې او آزادي غوښتنې بهترينه دنمونه ګڼل كيږي.
هغه څرګنده كړه:چې د محرم د لسيزې غوندې بايد په هوښيارۍ او سمو شرعي تدابيرو سره تجليل شي.
د بلخ د ولايت دعلماوو او اسلامي اخوت د شورا رئيس،له مبلغينو څخه وغوښتل چې پدې مراسمو كې له افراط،چټيات ويلو،مذهبي نفاق اچونې او اختلاف هڅوونكو او تفرقه غوښتونكو خبرو كولو څخه بايد ډډه وكري.
هغه همدارنګه د راديوګانو،تلويزيونونو،هوټلونو له متصديانو او كسټوپلورونكو ټولو څخه غوښتنه وكړه چې محرم الحرام د مياشتې په درناوي دې د مزخرفو فلمونو له خپرولو او ساز او سرود څڅ\خه ډډه وكړي.
د((آوا))اژانس د رپوټ له مخې،دفجر اوه نيزې په روايت،همدارنګه د علماوو اوروحاينو پدې ناسته كې،د حسيني عاشورا د ورځو د مراسمو په څرنګوالي بحث او خبرې اترې وكړې.
دبلخ د ولايت د اهل تشيع علماوو رئيس حجت الاسلام جعفري وويل:بايد ټولو مسلمانانو ته توصيه وشي څو د مبتذلو فلمونو،سريالونو او كسټونو له خپرولو څخه ډډه وكري.
هغه له ټولو رسنيو څخه وغوښتل چې خپلې خپرونې له اسلامي او شرعي معيارونو سره همغږې كړي.


د مطلب کود: 52380

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/52380/د-امام-حسين-ع-پاڅون-په-نړۍ-كې-عدالت-غوښتنې-او-ظلم-ټكونې-بهترينه-نمونه-ده

آوا
  https://www.avapress.com