دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۵۳
د مطلب کود : 52353
دبادغیس ولایت د عمله ها لومړني ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړیږي
دباغیس ولایت دقلعه نو ښار دعمله ها دلومړني ښوونځي د ودانۍدبنسټ ډبره دروان کال دلړم دمیاشتې په۲۷ نیټه کیښودل شوه.
دغه ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په ۲ پوړهکې د څه باندې ۲ سوه زره افغانیو په مجموعي لګښت دمخدره توکو پر ضد دمبارزې وزارت په مالي مرسته دیو جریب ځمکې په ساحه کې چې دسیمې دخلکو لخوا معارف ته ډالۍ شوې د ۹میاشتو په موده کې جوړیږي. دغه ښوونځی به ۱۶درسي ټولګي، ۶ اداري خونې، یوه تحویلخانه، دساتونکو لپاره یوه خونه، ۱۰ تشنابونه ، د احاطی دیوال، داوبو څښلو څاه، او نور ې آسانتیاوې ولري.
په نوموړي ښوونځي کې ۱۶۶ تنه هلکان او نجونۍ په زده کړو بوخت دي چې د نوې ودانۍ په جوړولو سره به د درسي ټولګيو دنشت والي له امله د زده كوونكو ستونزه حل شي.
د ودانۍ د بنسټ د ډبرې د کیښودوپه تړاو جوړوشویو مراسمو کې دبادغیس والي محمد طاهر صبري، دپوهنې رئیس، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmmdt.w6d0taz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته