کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملي پولیسو ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ، ۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 عقرب 1391 ساعت 11:42


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ۷ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د ننگرهار ، میدان وردک ، غزنی ، پکتیکا ، پکتیا ، هلمند او فراه ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او ۱۲ تنه یی د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلۍ او مهمات او یوه عراده موټرسایکل هم د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .

د نشه یی توکو پر وړاندې مبارزه:
د نیمروز ولایت د ملی پولیسو منسوبانو تېره ورځ د نشه یي توکو دوه تنه قاچاق وړونکي د زرنج ښار په اړونده سیمه کې هغه مهال ونیول ، چې غوښتل یې ۴۵ کیلوګرامه هیرویین له یاد ولایت مرکز زرنج ښار څخه بهر ولېږدوي. نیول شوې قاچاق وړونکي دم ګړۍ ملي پولیسو سره تر څیړنو لاندې دي


د مطلب کود: 52340

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/52340/د-ملي-پولیسو-ځواکونو-دبېلا-بېلوګډو-چاڼېزو-عملیاتو-په-لړکې-۱۱-تنه-ترهګر-طالبان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com