کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دفاع وزارت: د وسله والو مخالیفنو حملې ۱۳ سلنه کمې شوي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 عقرب 1391 ساعت 17:23


د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې د تېر کال د ورته درې میاشتو په پرتله د وسله والو مخالفینو حملې دیارلس سلنه کمې شوي دي.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛ چې دا مساله د وسله والو مخالفینو د کمزوري کېدو او د افغان ملي ځواکونو د پیاوړي کېدو څرګندويي کوي.

په خبرپڼه کې همداراز راغلي، چې اوسمهال اتیا سلنه پوځي عملیات په خپلواکه توګه د افغان ځواکونو له خوا تر سره کیږي.

په خبرپاڼه کې په نږدې راتلونکي کې له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لیږد د دریمې مرحلې له پای ته رسیدو هم خبر ورکړل شوی دی.


د مطلب کود: 52050

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/52050/دفاع-وزارت-د-وسله-والو-مخالیفنو-حملې-۱۳-سلنه-کمې-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.net