کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دبادغیس د دولسمو ټولګیو فارغوانجونو ته دکانکور دچمتووالي کورسونه پرانیستل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 عقرب 1391 ساعت 17:38


 دغه کورسونه د بادغیس په مرکز او قادیس په ولسوالۍ کې د سلګونو نجونو لپاره جوړ شوي او موخه داده چې فارغو شویو نجونو سره مرسته وشي چې د کانکور په راروانو ازموینو کې اوچتې نومرې تر لاسه کړي . د بادغیس دپوهنې رییس ددولسمو ټولګیو د فارغو زده کوونکو لپاره ددا ډول کورسونو جوړول ډیر اړین وبلل او ویې ویل چې ددې کورسونو په جوړولو سره به د کانکور په ازموینه کې ددغه لیرې پراته ولایت دبریالی کیدونکو زده کوونکو شمیر زیات شي . 

د غه کورسونه په بادغیس ولایت کې میشت د ولایتی بیارغوني ټیم او د اسید موسسې لخوا جوړ شوي. د پوهنې ریس له نوموړې مرسته کوونکې ادارې مننه وکړه او پر نورو مرسته کوونکو ادارو یې هم غږ وکړ چې دا ډول مرستې ته راوړاندې شي.
دکانکور دچمتووالي په دې کورسونو کې چې د قلعه نو ښار او قادیس ولسوالۍ کې جوړشوي ددولسمو ټولګیو ۲۵۱ فارغې نجونې برخه لري.


د مطلب کود: 51689

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/51689/دبادغیس-د-دولسمو-ټولګیو-فارغوانجونو-ته-دکانکور-دچمتووالي-کورسونه-پرانیستل

آوا
  https://www.avapress.com