دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۳۸
د مطلب کود : 51689
دبادغیس د دولسمو ټولګیو فارغوانجونو ته دکانکور دچمتووالي کورسونه پرانیستل
 دغه کورسونه د بادغیس په مرکز او قادیس په ولسوالۍ کې د سلګونو نجونو لپاره جوړ شوي او موخه داده چې فارغو شویو نجونو سره مرسته وشي چې د کانکور په راروانو ازموینو کې اوچتې نومرې تر لاسه کړي . د بادغیس دپوهنې رییس ددولسمو ټولګیو د فارغو زده کوونکو لپاره ددا ډول کورسونو جوړول ډیر اړین وبلل او ویې ویل چې ددې کورسونو په جوړولو سره به د کانکور په ازموینه کې ددغه لیرې پراته ولایت دبریالی کیدونکو زده کوونکو شمیر زیات شي . 

د غه کورسونه په بادغیس ولایت کې میشت د ولایتی بیارغوني ټیم او د اسید موسسې لخوا جوړ شوي. د پوهنې ریس له نوموړې مرسته کوونکې ادارې مننه وکړه او پر نورو مرسته کوونکو ادارو یې هم غږ وکړ چې دا ډول مرستې ته راوړاندې شي.
دکانکور دچمتووالي په دې کورسونو کې چې د قلعه نو ښار او قادیس ولسوالۍ کې جوړشوي ددولسمو ټولګیو ۲۵۱ فارغې نجونې برخه لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgy39n.ak9q74g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته