کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له اعتیاده روغ شوو کسانو ته د کسبونو د زده کړې مرکز پرانیست

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 عقرب 1391 ساعت 15:12


د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن په کابل کې هغو کسانو ته د بېلابېلو کسبونو د زده کړې یو مرکز پرانیست چې د مخدره موادو له اعتیاد څخه روغ شوي دي.

د دې مرکز د پرانیستلو په غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرسیتال واصل نور مهمند وویل، چې په دې مرکز کې به دوه سوه تنه شامل شي:

"د دې ښوونیز مرکز په جوړیدو کې کولمبو پلان، ای ام ال او د امریکا د متحده ایالاتو مالي او تخنیکي مرسته کړې، په دې مرکز کې په هرو دریو میاشتو کې دوو سوو کسانو ته چې ښځې او نارینه به پکې شامل وي، زده کړه ورکول کیږي."

چارواکي وايي، په ټول هېواد کې شاوخوا یو میلیون کسان په نشه روږدي دي، چې یوه لویه ټولنیزه او اقتصادي ستونزه ده.


د مطلب کود: 51468

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/51468/د-کار-او-ټولنیزو-چارو-وزارت-له-اعتیاده-روغ-شوو-کسانو-ته-کسبونو-زده-کړې-مرکز-پرانیست

آوا
  https://www.avapress.com