کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هسپانيا غواړي چې خپل ۷۵ سلنه نظامي ځواكونه تر ۲۰۱۴ كال پورې له افغانستان څخه وباسي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 عقرب 1391 ساعت 15:52


هسپانيا غواړي چې خپل ۷۵ سلنه نظامي ځواكونه تر ۲۰۱۴ كال پورې له افغانستان څخه وباسي
هسپانيا غواړې خپل ۷۵ سلنه نظامي ځواكونه،تر ۲۰۱۴ كال پورې له افغانستان څخه وكاږي.
د((آوا))اژانس د رپوټ په مخې،په هرات كې د هسپانيې د نظامي اډې رئيس((كار لوس آرابال))ددې خبر د اعلان په ترڅ كې وويل:په افغانستان كې دهسپانيې د نظامي شتون په اړه لمړنيو طرحو بدلون موندلى دى.
هغه وويل:تر ۲۰۱۴ كال پورې د ۴۰۰ تنو په شاوخوا كې،دهسپانيې له ځواكونو څخه په افغانستان كې پاتې كيږي.
ددې خبر پربنسټ،هسپانيا به د ۲۰۱۳ كال له منځنيو څخه،له بادغيس له ولايت نه د خپلو ځواكونو ويستل پيل كړي.


د مطلب کود: 51306

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/51306/هسپانيا-غواړي-چې-خپل-۷۵-سلنه-نظامي-ځواكونه-تر-۲۰۱۴-كال-پورې-له-افغانستان-څخه-وباسي

آوا
  https://www.avapress.com